Перейти к содержимому

پر افغانستان د پاکستان بريدونه، د طالبان حکومت وايي څلور کسان يې وژلي - بي بي سي نړۍ دا وخت

BBC Pashto

0:00 / 0:00

پر افغانستان د پاکستان بريدونه، د طالبان حکومت وايي څلور کسان يې وژلي - بي بي سي نړۍ دا وخت

44 298 просмотров · Трансляция закончилась 20 часов назад
BBC Pashto
649 тыс. подписчиков
44 298 просмотров · Трансляция закончилась 20 часов назад
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي پاکستان بېګا پر کندهار، خوست او پکتيا هوايي ګوزارونه کړي، او څلور ملکيان يې وژلي دي. دا لا روښانه نه ده، چې مرګژوبله کومو ولايتونو کې اوښتې ده. د کندهار ښار يوه اوسېدونکي د فرانسې خبری اېجنسۍ ته ويلي، د يوې جېټ الوتکې غږ او بيا يې لويه چاودنه اورېدلې، چې ورپسې يې په وينا د ښار منځ کې د اور لمبې پورته شوې. پکتيا کې ولايتي وياند ويلي، جېټ الوتکو د طالبانو حکومت پر ۲۰۳ منصوري قول اوردو بمباري کړې، خو د کومې مرګژوبلې په اړه یې څه نه دي ويلي. خوست کې بيا ولايتي وياند ويلي، د شپې ناوخته د ګوربزو ولسوالۍ کې د ګلانو پر کمپ او هم مرکز ته څېرمه او د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسواليو کې هوایي بریدونه شوي چې په وینا يې کوم ځاني زيان يې نه دی اړولی. د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد يوه اعلاميه کې دا ګوزارونه غندلي او د يوه مناسب ځواب ورکولو ګوڅنډنه يې کړې، خو دا یې نه دي ويلي چې څنګه. ده دا بريدونه له ټولو ارزښتونو ښکاره سرغړونه، تېری او جنايت بللی دی. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht 0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت 0:08 د سر خبر 0:26 پر افغانستان د پاکستان بريدونه 4:04 د خوست زيانمن شوي څه وايي؟ 5:04 پاکستان څه وايي؟ 7:12 د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې ويناوې 10:04 د ملالې يوسفزۍ خبرې 10:35 د ولسمشر ټرمپ او شي جېنپيګ ليدنه 11:12 د دواړو مشرانو خبرو کې پر څه بحث کېږي؟ 12:29 پر اوکرايين د روسيې بريدونه 12:53 جګړو د سمندري بار لېږد څومره اغېزمن کړی؟ 13:23 د مېټا سترګۍ 13:57 د موږکانو مغز کې د انساني حجرو ايښودل 16:31 اسيا لوبو کې د افغان کرېکټ بری 17:26 روغتيا، اوونيزه خپرونه Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube:    / @bbcpashto   Like us on Facebook:   / bbcpashto   Follow us on Twitter:   / bbcpashto   Instagram:   / bbcpashto