يو څو ډيري مهمي مسئلې چې نن سبا ډيري عامي دي او خلک يې په جواز وعدم جواز نه دي خبر
مفتي اعظم عبدالروف الاطمينان MuftiAZAM abdulrauf
0:00 / 0:00
يو څو ډيري مهمي مسئلې چې نن سبا ډيري عامي دي او خلک يې په جواز وعدم جواز نه دي خبر
639 просмотров · 8 дн. назад
مفتي اعظم عبدالروف الاطمينان MuftiAZAM abdulrauf
11,3 тыс. подписчиков
639 просмотров · 8 дн. назад
يو څو ډيري مهمي مسئلې، چې نن سبا ډيري عامي دي، او خلک يې په جواز وعدم جواز نه دي خبر، تاسو ټول يې خاماخا واورئ، او ځان په خبر کئ.
اوله مسئله: بعضي هوټلانو والا داسي کوي چې: اول پر نفر معلومي روپۍ اخلي بيا دهر شي د خوړلو اجازه ورکوي، چې هر سومره خوړلای سي، اجازه يي. اوس دغه جائز دئ کيا؟
جواب: که چيري مبيع مجهول يې، نو د نزاع او اختلاف د پېښېدلو دخطر په وجه سره بيع ناجائز کيږي.
او په دغه صورت کې هم مبيع مجهول ده، ځکه چې معلومي پيسې يې اول لا اخيستي دي، اودا نه ده معلومه چې دغه سړئ به کوم کوم شئ وخوري.
خو که چيري په يو صورت کې مبيع مجهول يې او د هغه په حرمت کې صريح نص نه وي راغلئ، او نزاع و اختلاف يا خو ډير کم وي او يا د عرف په وجه بيخي يي نه، په هغه صورت کې که څه هم مبيع مجهول يي بيع جائز ده.
نو دلته که څه هم مبيع مجهول ده خو نه په حرمت کې صريح نص سته او نه د عرف په وجه نزاع و اختلاف رامنځ ته کيږي، نو ځکه دا صورت جائز دئ.
دوهمه مسئله: بعضي خلګ اعلان وکي چې: مثلا زر زر روپۍ راټولي کئ، چې سل نفر پوره سي، باره په دغه سلو نفرو کې يوه نفر ته موټر سائيکل راوزي. دغه صورت قمار دئ او ناجائز دئ.
ځکه چې دا تمليک المال علی الخطر دئ، پيسې خو دي ولاړې، او ګټه وتاوان دي نه دئ معلوم، يوازي د دوو نفرو ګټه سوه. يو چې موټرسايکل ورته راووتئ، او بل کوم نفر چې روپئ ټولي کړې، يو لک روپئ يې ټولي کړې او د پنځوسو زرو موټرسايکل يې ورکئ.
دريمه مسئله: بعضي دوکانداران لاټرياني جوړي کې چې دټولو قيمت يو رکم يي خو په بعضو کې قيمتي شيان راوځي، په بعضو کې ډېر ارزانه، او بعضي خو بيخي خالي يي، دغه صورت هم ناجائز دئ.
ځکه چې دا تمليک المال علي الخطر دئ، روپۍ خو دي يقيني ولاړې، او ګټه و تاوان يې نه دئ معلوم.
څلرمه مسئله: دغه يو صورت جائز دئ.
هغه داسي چې دا مشهوره دوکانو والا اعلان وکي چې زه زما هغه ګيراکانو ته چې زما څخه ډېره سودا کوي يو موټرسايکل په انعام کې ورکوم، دئ ټوله دي نومونه وليکي او قرعه اندازي دي وکي.
دغه صورت جائز دئ، په شرط ددې چې هغو ګيراکانو ته به يې شيان ګران نه وي ورکړي.
ځکه چې دغه انعام دپيسو په بدل کې نه دئ بلکي مفت دئ، نو دلته تمليک المال علی الخطر نه راځې.
مکمل مفصل او مدلل بيان.
ويناوال شيخ الحديث مفتي عبدالرؤف الإطمئنان حفظه الله تعالی