چې کراره کراری وي .شاعر اجمل اند best pashto song
Mohammadullah Sediqi
0:00 / 0:00
چې کراره کراری وي .شاعر اجمل اند best pashto song
43 просмотра · 5 дн. назад
Mohammadullah Sediqi
4 подписчика
43 просмотра · 5 дн. назад
چې کراره کراري وي
ــــ
ځه ملنګه ! چیلم پریږدو
ځه چې پریږدو زیارتونه
چیرته لرې غره ته لاړو شو
پریږدو کلي او ښارونه
ځه چې داسې ځای ته لاړ شو
چې هینداره په کې نه وي
برقي ستنې په کې نه وي
پخه لاره په کې نه وي
چیرته لرې له چاودنو
چیرته لرې له بریدونو
چیرته لرې له فیسبوکه
چیرته لرې له خبرونو
چیرته ورک له څراغونو
چیرته لرې له ویب پاڼو
تلویزون او راډیوګانو
چیرته لرې له یارانو
ځه ځانونه تري تم کړو
د پاچا له واکمنۍ نه
ځه کلونه خبر نه شو
له روانۍ تباهۍ نه
له وړو وړو سلګیو
له یو مخې بربادۍ نه
ځه چې ټکی هم وانه ورو
د ملا له ورانکارۍ نه
د مرید له غدارۍ نه
او د پیر له درغلۍ نه
ځه ملنګه ! دواړه ووځو
له دې ښار او پاچا يۍ نه
ځه چې هغه وخت را کوز شو
چې کراره کراري وي
د بدرنګو ټغر ټول وي
او د ښکلو واکمني وي
د ښار دنګ ژڼی پاچا وي
او وزیر یې ربابي وي
ګردنۍ او ټوپکونه
په تیرانو کې خوندي وي
د دوی خپله ملايي وي
زموږ خپله ملنګي وي
هغه وخت چې ښار رڼا وي
هره سا چې د ژوند سا وي
ښار د ژوند له شوره ډک وي
او د شر خونه تالا وي
د جومات منار ودان وي
د مکتب د زنګ کړنګا وي
بیا تکبیر دې د ملا وي
او زموږ به اقتدا وي
شاعر اجمل اند