لسګونو هېوادونو پر طالبانو حکومت غږ کړی پر ښځو لګولي بنديزونه سملاسي لرې کړي - بی بي سي نړۍ دا وخت
BBC Pashto
0:00 / 0:00
لسګونو هېوادونو پر طالبانو حکومت غږ کړی پر ښځو لګولي بنديزونه سملاسي لرې کړي - بی بي سي نړۍ دا وخت
8 458 просмотров · Трансляция закончилась 11 часов назад
BBC Pashto
647 тыс. подписчиков
8 458 просмотров · Трансляция закончилась 11 часов назад
ملګري ملتونه وايي له هغه راهيسې چې طالبانو افغانستان کې پر واګو ولکه کړې، ۲،۶ ميليونه نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې شوې دي. د دغه نړیوال سازمان ماشومانو صندوق د افغانستان پر واکمنو غږ کړی، د نجونو پر زده کړو او پوهنې دې بنديزونه لرې کړي او ټولو نجونو او ښځو ته دې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د ستنېدو لارې سملاسي پرانيزي. يونيسېف ويلي افغانستان، لا هم نړۍ کې يوازينی هېواد دی، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د ثانوي او لوړو زده کړو دروازې تړل شوې دي. پنځه کاله مخکې افغانستان کې د طالبانو حکومت پر همدې ورځ د نجونو او ښځو پرثانوي زده کړو بنديز ولګاوه، او ښوونځيو ته یې له تلو منعه کړې. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:22 افغانستان کې د نجونو پر ثانوي زده کړو د بنديز ۵ مه کليزه
3:37 ملګرو ملتونو کې پر افغانستان غونډه
6:55 افغانستان ته د ترکيې استخباراتو مشر سفر
7:33 منځني ختيځ کې جګړې
10:20 د فلسطين مشر ته د امريکا له خوا د ويزې ردول
10:47 د مصنوعي ځيرکتيا پرمختګ په اړه اندېښنې
14:00 د ځمکې اوبو کړۍ بدلېدو په اړه اندېښنې
14:33 پېښور کې د ونو او بوټو نيالولو هڅې
18:10 روغتيا، اوونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto