Перейти к содержимому

د پهلګام تر برید وروسته هند او پاکستان د یو بل پر وړاندې اقدامات اعلان کړي

MashaalRadio

0:00 / 0:00

د پهلګام تر برید وروسته هند او پاکستان د یو بل پر وړاندې اقدامات اعلان کړي

2 163 просмотра · 1 г. назад
MashaalRadio
263 тыс. подписчиков
2 163 просмотра · 1 г. назад
نوي دلي د هند تر واک لاندې په کشمیر کې تر خونړي برید یوه ورځ وروسته له پاکستان سره د اباسین د اوبو موافقې ځنډولو، د اټاري او واهګې ترمینځ د لارې تړلو او ډېپلوماټیکو تعلقاتو د سطحې ټيټولو اعلان کړی دی. د اپرېل پر ۲۲مه د کشمیر په پهلګام کې په وسلوال برید کې ۲۶ تنه ووژل شول. د کشمیر مقاومت یا د مقاومت جبهې په نوم ډلې د حملې ذمه واري منلې. پاکستان د اپرېل پر ۲۴مه د اباسین اوبو موافقې ځنډول رد کړل، د هندیو الوتکو او هوايي چلند ادارو پر مخ یې د خپل هېواد فضايي حریم وتاړه، له هند سره یې ډېپلوماټیکې اړیکې کمې کړې او و یې ویل چې د شملې موافقه به هم وځنډوي. په همدې حال کې هندي وزیراعظم نرېندرا مودي ویلي، "ترهګر او د هغوی ملاتړي"معلوموي او سزا ورکوي. په کشمیر کې تر حملې وروسته د دواړو ګاونډیو ترمینځ تعلقات لا خراب شوي دي. د اې اېف پي او رویټرز له ویډیوګانو جوړ رپورټ.