افغانستان کې پر واګو د طالبانو ولکې پنځمه کليزه، لا ولې په رسميت نه پېژندل کېږي؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
BBC Pashto
0:00 / 0:00
افغانستان کې پر واګو د طالبانو ولکې پنځمه کليزه، لا ولې په رسميت نه پېژندل کېږي؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
17 479 просмотров · Трансляция закончилась 1 месяц назад
BBC Pashto
647 тыс. подписчиков
17 479 просмотров · Трансляция закончилась 1 месяц назад
پنځه کاله مخکې دا ورځ طالب وسله وال له يوې اوږدې مرګونې او ویجاړوونکې جګړې وروسته د افغان پلازمېنې څنډو ته رسېدلي وو. پر سبا یې د اګست پر ۱۵ مې کابل ښار ته ننوتل. خو کابل هوايي ډګر د اګست تر پايه د نړيوالو ځواکونو ولکه کې پاتې شو، او د ايستلو خورا لويو عملياتو کې يې د پخواني افغان حکومت چارواکي، او نړيوالو ځواکونو، بېلابېلو هېوادونو استازوليو او مرستندونه او خبري ادارو سره کارکوونکي وايستل. د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره افغانستان کې شل کلنه نړيواله ښکېلتيا هم پای ته ورسېده. پنځه کاله وروسته طالبانو د خپل خورا محافظه کار، او د ځينو په باور توندلاري مشر، هبت الله اخونزاده، په مشرۍ پر افغانستان خپله ولکه لا ټينګه ساتلې ده. ده دې مودې کې سلګونه فرمانونه خپاره کړي، چې ډېرو کې يې د ښځو او نجونو پر ژوند محدوديتونه لګولي دي. د طالبانو حکومت له تېرو پنځو کلونو راهیسې په نړیوالې رسمیت پېژندنې پسې لالهانده دی، خو میلیونونو افغانانو لپاره یوه سملاسي او بنسټیزه پوښتنه دا ده چې د واکمنو نړیوال رسمیت به د دوی ورځني څه بدلون راولي؟ دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:28 افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پنځمه کليزه
1:23 پر ښځو د طالبانو حکومت بنديزونه
2:29 د بشري حقونو څار ډلې يوې چارواکې خبرې
3:28 ولې لا د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژندل کېږي؟
12:03 د طالبانو حکومت کې د بهرنيو چارو وزير سره خبرې
20:07 د ملګرو ملتونو کارپوهانو څرګندونې
20:41 افغانستان لپاره د بریتانيا ځانګړي استازي سره خبرې
23:43 د طالبانو واکمنۍ کې د ډاګيزو سزاګانو عملي کول
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto