Перейти к содержимому

Manzil Hajj Tak || Part 6 || د حج قسمونه || شپږم تمځای ⛺

Hajj Talks

0:00 / 0:00

Manzil Hajj Tak || Part 6 || د حج قسمونه || شپږم تمځای ⛺

149 просмотров · 10 дней назад
Hajj Talks
8,48 тыс. подписчиков
149 просмотров · 10 дней назад
💫 حج ۲۰۲۷ -- د حج تر مزله 🕋💫 ۔≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡ شپږم تمځای ⛺ د حج قسمونه د حج درې قسمونه دي: ۱ -- حجِ اِفراد: د حجِ افراد مطلب دا دی چې د میقات نه، یا د حل د سیمې اوسېدونکي د حل نه او د حرم د سیمې اوسېدونکي د حرم نه، صرف د حج نیت وکړي او احرام وتړي. مکے مکرمې ته په رسېدو طوافِ قدوم وکړي. له دې وروسته تر هغې په احرام کې پاتې شي ترڅو د حج ورځې راشي. د ۸ ذوالحجې (یوم الترویه) په سهار منیٰ ته لاړ شي، بیا ترتیب سره د عرفات او مزدلفې کارونه خلاص کړي او د ۱۰ ذوالحجې (یومِ نحر) په ورځ د جمرہ عقبې له رشتلو (ویشتلو) وروسته سر کلک (سر وخریی) یا ویښتان کم کړي او له احرام نه ووځي. ۲ -- حجِ قِران: د حجِ قِران مطلب دا دی چې له میقات نه د حج او عمرې دواړو یو ځای نیت وکړي او په احرام کې شي. مکے مکرمې ته په رسېدو د عمرې ارکان ادا کړي، خو په احرام کې پاتې شي او سر وخریی يا ویښتان کم نه کړي، بلکې په همغې احرام کې د حج تر ورځو پورې په مکه مکرمه کې پاتې شي. له عمرې فارغېدو وروسته طوافِ قدوم وکړي. د ۸ ذوالحجې په سهار منیٰ ته لاړ شي، بیا د عرفات او مزدلفې کارونه ترسره کړي او د ۱۰ ذوالحجې په ورځ د جمرہ عقبې له رشتلو او د حجِ قِران د قربانۍ کولو نه وروسته سر وخریی یا ویښتان کم کړي او له احرام نه ووځي. ۳ -- حجِ تمتع: د حجِ تمتع مطلب دا دی چې له میقات نه صرف د عمرې نیت وکړي او احرام وتړي. مکے مکرمې ته په رسېدو د عمرې ټول کارونه خلاص کړي او له احرام نه ووځي. له دې وروسته په مکه مکرمه کې بغیر له احرام نه واوسي. د ۸ ذوالحجې په سهار د حرم د حدودو نه د حج نیت وکړي، احرام وتړي او منیٰ ته روان شي. بیا ترتیب سره د عرفات او مزدلفې کارونه ترسره کړي او د ۱۰ ذوالحجې په ورځ د جمرہ عقبې له رشتلو او د حجِ تمتع د قربانۍ کولو نه وروسته سر وخریی یا ویښتان کم کړي او له احرام نه ووځي. له پاکستان نه اکثره حاجیان حجِ تمتع کوي، نو ځکه به موږ په دې "د حج تر مزله" لړۍ کې فی الحال صرف د حجِ تمتع بیان کوو. (✍ : مفتی سید مسعود شاہ صاحب) خپرونکی: حج ټاکس Hajj Talks