Перейти к содержимому

د جګړو سيمو کې د ښځو ژوند، څومره او څه ډول ژور اغېز یې پرې کړی؟ بي بي سي نړۍ دا وخت

BBC Pashto

0:00 / 0:00

د جګړو سيمو کې د ښځو ژوند، څومره او څه ډول ژور اغېز یې پرې کړی؟ بي بي سي نړۍ دا وخت

9 661 просмотр · Трансляция закончилась 8 ч назад
BBC Pashto
654 тыс. подписчиков
9 661 просмотр · Трансляция закончилась 8 ч назад
يوه څېړنه ښيي له دوهمې نړيوالې جګړې راپه دې خوا د هېوادونو ترمنځ شخړې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي. ناروې کې د سيري اس روستاد په نامه انسټيټيوټ له خوا يوه خپاره شوي راپور تېر ۲۰۲۵ کال کې د هېوادونو ترمنځ اته شخړې ريکارډ کړې، چې وايي د وړم کال پرتله دوه برابره دي او زياتوي دا له ۱۹۴۶ کال راهيسې تر ټولو لوړ شمېر دی. د سري اس روستاد څېړنې مشر خبرداری ورکړی، په دې کچه د هېوادونو ترمنځ جګړې د ژورې اندېښنې خبره ده. دغو شخړو کې د اوکرايين پر وړاندې د روسیې جګړه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ زياتېدونکې ترينګلتيا، د هند او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی، د تايلند او کمبوديا نښتې او څو نورې جګړې يادې شوې دي. راپور ۲۰۲۵ له سړې جګړې راهيسې تر ټولو مرګونی کال بللی، او ويلي يې دي د نړۍ لروبر په ريکارډ کچه ښځې مرګونو جګړو سره نژدې اوسېږي. د اوسلو سولې څېړنیز انسټيټيوټ ويلي، نژدې ۸۰۰ ميليونه ښځې يا جنګونو او يا يې شاوخوا اوسېږي. نو د دغه زياتوالي تر شا څه دي، او د هغو ښځو ملاتړ څنګه کېدی شي، چې د جګړييزو حالتونو سره لاس او ګرېوان دي؟ دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht 0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت 0:09 د سر خبر 0:27 نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ د جګړو زياتوالی 1:26 جګړو د ښځو پر ژوند څومره اغېز کړی؟ 5:26 د حوثيانو او سعودي جنګ 5:58 فرانسې کې ګډوډۍ 6:35 يمن کې جګړه 11:37 د کرېکټ خبر 12:42 د ترکيې سمندرغاړې سره نژدې د يوې لرغونې ډوبې شوې کښتۍ پاتې شونو موندنه 16:52 اقتصاد، اوونيزه خپرونه Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube:    / @bbcpashto   Like us on Facebook:   / bbcpashto   Follow us on Twitter:   / bbcpashto   Instagram:   / bbcpashto