Перейти к содержимому

باجوړ کې بېګانۍ چاودنې د چارواکو په وینا ۱۱ تنه سرتېري او يوه ماشومه وژلي - بي بي سي نړۍ دا وخت

BBC Pashto

0:00 / 0:00

باجوړ کې بېګانۍ چاودنې د چارواکو په وینا ۱۱ تنه سرتېري او يوه ماشومه وژلي - بي بي سي نړۍ دا وخت

42 500 просмотров · Трансляция закончилась 7 месяцев назад
BBC Pashto
653 тыс. подписчиков
42 500 просмотров · Трансляция закончилась 7 месяцев назад
پاکستان کې د پوځ رسنیزه څانګه ای اېس پي ار، وايي وسله والو باجوړ کې د امنيتي ځواکونو او پوليسو پر يوې ګډې پوستې بريد کړی، پر چادېدونکو توکو بار يو ګاډی پوستې سره جنګولی، چې ترڅ کې يې د پوستې ودانۍ ويجاړه شوې ده. ای اېس پي ار ويلي، د چاودنې له امله، ۱۱ امنيت سرتېري، او يوه نجلۍ وژل شوي، او ورڅېرمه ودانۍ زیانمنې شوې، او اووه ملکيان ژوبل شوي دي. دوی ويلي د ځواکونو ځوابي ډزو کې يې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي. لا تر اوسه روښانه شوې نه ده، چې دا بريد چا کړی، خو دې سيمه کې پخوا د پاکستانيو طالبانو له لوري وار وار بریدونه شوي دي. باجوړ کې له اوږدې مودې راهیسې حالت ترينګلی دی، هلته پر امنیتي ځواکونو سربېره پر مذهبي مشرانو او د هغوی پر غونډو هم بریدونه شوي دي. د ځینې بریدونه داعش ويلې د دوی کار و. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht 0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت 0:07 د سر خبر 0:22 باجوړ کې پر امنيتي پوستې بېګانی بريد او مرګژوبله 4:06 خيبر پښتونخوا کې د امیتي ترينګلتيا لاملونو شننه 9:42 د روژې په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي وینا 11:02 جنيوا کې د ايران او امريکا نامخامخ خبرې 12:03 د ايران احتجاجونو کې د مرګونو څلوېښتۍ مراسم 13:45 د امريکا او کيوبا اړیکي 14:07 د اوکرايين او روسیې ترمنځ د خبرو تابيا 14:34 پر اوکرايين د روسيې بريدونه 15:08 د او کرايين او روسيې ترمنځ خبرو کې د څه تمه ده؟ 16:46 داعش سره تړلو کسانو په اړه د اسټراليا لومړي وزير خبرې 17:12 امريکا کې د مدني حقونو مبارز جېسي جکسن مړينه 17:51 اقتصاد، اوونیزه خپرونه Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube:    / @bbcpashto   Like us on Facebook:   / bbcpashto   Follow us on Twitter:   / bbcpashto   Instagram:   / bbcpashto