`اورېدل ئي ضروري دی ترپایه ځکه ناشناتحقیق دی`
مفتي اعظم عبدالروف الاطمينان MuftiAZAM abdulrauf
0:00 / 0:00
`اورېدل ئي ضروري دی ترپایه ځکه ناشناتحقیق دی`
1 104 просмотра · 1 месяц назад
مفتي اعظم عبدالروف الاطمينان MuftiAZAM abdulrauf
10,9 тыс. подписчиков
1 104 просмотра · 1 месяц назад
`نړيوال تحقیق مجدداومتبحرڅوک دی اووظېفه يې څه ده؟`
ویناول: الشیخ النقاد مفتي اعظم مفتي عبدالرؤف الاطمنان حفظه الله تعالیٰ
`اورېدل ئي ضروري دی ترپایه ځکه ناشناتحقیق دی`
خطبه
الحمدلله رب العالمين والعاقبة للمتقين والصلوة ةالسلام على رسوله محمد وعلى أله واصحابه أجمعين أمابعد فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم
اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ
`لس غټي خبري دي`
(1️⃣)اوله خبره الله عزوجل پرهري صدی یومجدد پيــداکوي نړیوال تحقيق راسره واورئ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ - فِيمَا أَعْلَمُ - عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : " إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا ".رواه أبوداوديعني نبي عليه السلام مبارک وائي چي الله پاک رااسته ولی دی ددغه امت لپاره پرسر دهرسلوکلو باندي يومجدد چي دين ودوی ته نوی کي داحدیث بخي ډېرو محدثین رانقل کړی دی.رجال يې ټول ثقه دي پرشرط دامام مسلم برابردی اونقادانو ددې حدیث وراویانوته خیرویلي دي محمد بن شاب الزهري .اوسفيان بن عنینه او .امام احمد بن حنبل اوابن عساکر اوحافظ ابن حجر العسقلاني وغیردوی وائي چي موږ تتبع کړي ده چي په هرقرن کي مو مجددين پيداکړي دي دنبي عليه السلام دزماني څخه وروسته اودهغو مجددين اوصاف یې رانقل کړي دي حتیٰ محمد بن شاب الزهري وائي چي خلیفه راشدعمر بن العزیز ددغه دين مجدد وو چي الله پاک ددغه صدی پرټول مخلوق باندی نعمت وکړی هم داغه رکم عبد مَلِک بن میموني تلمیذ امام احمد وائي چي محمد بن ادريس الشافعي ددوهمې صدی مجدد ؤدوی داخبره دحدیث په تائيد کي کوي:
(2️⃣)دوهمه خبره معنىٰ دتجدد اوتعريف دمجدد؟ مجدد ودغه ته وائي چي خلګو په دين کي خرافات اوبدعات پیداکړی وي اويوڅه مسئلي زړي سوي وي کتابونه ورک سوي وي سنت درسول الله مبارک پاته سوی وي دغه امام راولاړسي داراژوندي کي ودغه ته بس مجدد وائي معنیٰ دمجدد دانده چي نوی دين راولي بلکي مجدد وهغه ته وائي احیاء دسنت وکړي:.
(3️⃣)دريمه خبره اعتراضونه پرمذکورحدیث باندي بعضي وائي چي مذکورحدیث دعقل څخه مخالف دی ځکه الله پاک وائي(الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا ۚنوبیا څنګه مجددنوی دين پيداکوي دوهم دوی وائي چي الله پاک فرمائي (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ)دريم اية(لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ ۖ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ)يعني باطل نه ورته راځي چي يائي تحرف لفظي وکي اویائي تحریف معنوي وکي اویاچي شیطان تسلط باندي وکي لهذا تجدید بیاڅه معنیٰ لري!؟جواب داخلګ بخي پرغلطی روان دي په حديث کي شبهه واقع کوي اوامت خرابوي ځکه دتجدید دامعنیٰ موږنده کړي چي درسول الله مبارک په وخت یودين وو اوس بیامجدد بل دين راوړی بلکی دمجدد دامعنی چي دهغه مخکني دين احياء کوي بعضي مسائل پاته سوی هغه تشريح کي اویاهغه موضوعي احادیث بیان کي:
(4️⃣)څلورمه خبره دمجدد وظيفه څه ده؟دمتجدد وظيفه داده چي ټول خرافات به نیستي کوي مثلا بعضي وائي چي مرید وظیفه کوي انزاليږي سبحان الله.اوداهم وائي چي ديوه پيرڅخه وبل پيرته اوښتل شرک دی داغه رکم وپير ته استغاثه کول فمافوق الاسباب کي ددغوخبراودنورخرافات جواب:
(5️⃣)پنځمه خبره مجدد پرکومه سنه راځي يعني پرقمري سنه راځي اوکه پرشمسي سنه باندي راځي ؟جواب مجددپرقمري سنه باندي راځي یعني دقمري صدی پرسرمجددراځي قمري سنه یادبعثت څخه شروع ده خوترټول اصح داده چي قمري سنه دهجرت څخه شروع ده اومجدد چي وائي چي په سر کي دصدی راځي دایادامعنیٰ چي دصدی په سر کي راځي یائي دامعنیٰ ده چي مجدد د صدی په پای کي راځي خودبلی صدی سردی:
(6️⃣)شپږمه خبره مجدد په صدی کي یودانه راځي که به په هرملک کي جلا وي؟جواب دانده لازمه چي په ټوله دنيا کي دي یومجدد وي بلکي هرځای ئي پیداکوي ځکه په حديث کي راځي(مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا)دلته کلمه دمن عامه ده وعلیه اکثرالعلماء:
(7️⃣)اومه خبره شرائط دمجدد : هرهغه کس مجدد کېدلای سي چي پوره علم ولري علوم ئي سم دم زده وي اودټولو بدعات څخه ئي اجتناب کړی وي وظيفه بي دخرافات مقابله وي علامه ئي بي پروايې ده چي دخرافات په مقابله راولاړسوی وي دانده لازم چي مجدد به آمیر وي:
(8️⃣)آتمه خبره.چي داوس په زمانه کي مجدد سته کيا؟شاه انورشاه کشمري په(1292) كي پيداسوى دى نادره عالم وو شيخ الهند په (1268) كي پیداسوی دی دډېرخرافات مقابله ئي کړي ده دوی دخپل وخت مجددین وه اوحکيم الامت په (1280) كي پیداسوی دی اومولانامحمدشفيع صاحب په(1275) كي پيداسوی دی هم دارنګه شيخ الاسلام المفتي محمد تقي العثماني حفظه الله په)(1362) كي پيداسوى دى همداغه رکم شاولي الله رحمه الله په (1114)كي پیداسوی دی شاه عبد العزیز الدهلوي په(1159) كي پيداسوى دى:دوی ټول مجددين دي:
(9️⃣)نهمه خبره مجدد په عربو کي راځي که په عجم کي هم راځي؟. جواب چي مجدد په عجم کي هم راځي ځکه په حدیث کي کلمه دمَن راغلي ده(مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا):
(🔟)لسمه خبره.ډېره مهمه خبره ده چي زموږ بعضې کشران علماء وائي چي ددوسووکلو مخته دکتابوخبره راوړه په فلانی مسئله کي دغه خبره ددغه حديث په خلاف ده ځکه په هره صدی کي الله پاک مجدد پيداکوي مجدد جزئي دترکلی لاندی کولای سي استخراج کولای سي چي دنوي مسئلي دحکم ضرورت پيښ سي اوپه وخت کي دضرورت پرضعیف قول فتویٰ ورکولای سي اوپه وخت کي دضرورت دبل چاپرمذهب فتویٰ کولای سي ځکه دمجدداومتبحر دوني رتبه ده لکه دمجتهد في المسائل که چيری پرهری صدی مجدد نسي پيدا دین به معطل سي ځکه دمسئلې جهت به نه معلومیدای ځکه ډېري مسئلې پرخارجي معلومات بنادي
`تلک عشرة کاملة`