د فراه د معیاري تمځای د جوړولو پیل؛ د افغانستان د سوداګرۍ او ترانسپورټ د ودې نوی ګام
Uroj Edarah اداره نشراتی عروج
0:00 / 0:00
د فراه د معیاري تمځای د جوړولو پیل؛ د افغانستان د سوداګرۍ او ترانسپورټ د ودې نوی ګام
224 просмотра · 3 недели назад
Uroj Edarah اداره نشراتی عروج
11,6 тыс. подписчиков
224 просмотра · 3 недели назад
د فراه ولایت کې د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو لپاره د یوه معیاري تمځای د جوړولو پیل، چې د ۱۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، د افغانستان په لوېدیځ کې له مهمو زیربنایي پروژو څخه ګڼل کېږي.
دا تمځای به په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي او د تېلو ټانک، مسافرخانه، دوکانونه، اداري ودانۍ، جومات او شنو ساحو په څېر اسانتیاوې به ولري. دغه پروژه کولی شي د ښار د ګڼهګوڼې په کمولو، د ترانسپورتي خدمتونو په ښه کولو او د موټرو د تګ راتګ په منظمولو کې مهم رول ولوبوي.
د عروج څېړنیزې او خپرنیزې ادارې په دې تحلیل کې د دې پروژې اهمیت د سرحدي سوداګرۍ، د کرنیزو محصولاتو د لېږد، د فراه ښار د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او په سیمهییزو ترانزیټي مسیرونو کې د فراه د موقعیت د پیاوړتیا له پلوه څېړل شوی دی.
که د افغانستان له اقتصادي تحلیلونو او پراختیایي پروژو سره علاقه لرئ، د عروج چینل سبسکرایب کړئ، ویډیو لایک کړئ او له نورو سره یې شریکه کړئ.
Music by: Voice of Earth by Alex-Productions | https://onsound.eu