Перейти к содержимому

يمن کې جګړه په سختېدو ده، حوثيانو او حکومتي ځواکونو يو پر بل ګوزارونه کړي - بي بي سي نړۍ دا وخت

BBC Pashto

0:00 / 0:00

يمن کې جګړه په سختېدو ده، حوثيانو او حکومتي ځواکونو يو پر بل ګوزارونه کړي - بي بي سي نړۍ دا وخت

17 310 просмотров · Трансляция закончилась 16 ч назад
BBC Pashto
652 тыс. подписчиков
17 310 просмотров · Трансляция закончилась 16 ч назад
سعودي وايي پر هوايي ډګرونو یې تازه بريدونو ۳ کسان وژلي، او ۳۶ نور يې ژوبل کړي دي. چارواکي وايي تېرو څو ورځو کې پلازمېنې رياض کې د پاچا خالد نړیوال هوايي ډګر، او د ابها نړيوال هوايي ډګر په نښه شوي دي. يمن کې د ايران په ملاتړ، حوثيان وايي دا ګوزارونه دوی کړي دي. دا تېره مياشت رياض کې د حوثيانو له يوه بريد وروسته، د پاچا خالد نړيوال هوايي ډګر سره نژدې حالت ننداره وه. نن سهار حوثيانو پر دغه هوايي ډګر د يوه بل برید داوه کړې، او هوايي شرکتونو ته یې خبرداری ورکړی، چې د سعودي له هوايي ساحې دې ډډه وکړي. د فرانسې خبري اژانس د رياض لروبر د چاودنو اورېدو راپورونه ورکړي، او ويلي يې دي، ډيپلوماټانو ته لارښوونه شوې، چې خپلو سفارتونو کې دې خوندي سرپناوو ته مخه کړي. په خپله يمن کې د سعودي په ملاتړ حکومت او حوثيانو ترمنځ جګړه سخته شوې ده. دغې ډلې تېرو څو اوونیو کې د سعودی پر ملکي بنسټونو د بريدونو يوې څپې داوه کړې ده.. عرب او سيمه ييزو اړخونو د سعودي پر هوايي ډګرونو د بريدونو غندنه کړې ده. ملګرو ملتونو پر سعودي د حوثيانو بريدونو غندنه کړې او یمن کې یې د يوه ناوړه کېدونکي بشري کړکېچ خبرداری ورکړی. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht 0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت 0:10 د سر خبر 0:28 د سعودي پر هوايي ډګرونو د حوثيانو بريدونه 1:21 يمن کې دننه جګړه 2:08 دا تازه ترينګلتيا سيمې لپاره پر څه معنا ده؟ 3:15 يمن کې د جګړې حالت پر کوم لور برېښي؟ 8:27 افغانستان کې د ښځو نيونې په اړه د يوناما اعلاميه 9:38 د يوه بريد پلانوونکو نیولو په اړه د طالبانو کورنيو چارو وزارت اعلاميه 10:03 پر اوکرايين بريدونه 10:28 د وژل شوو فلسطينيانو په اړه د غزې کورنيو چارو وزارت شمېرې 10:52 ختيځ بيت المقدس کې د بريتانيا کونسلۍ کچې ټيټوالی 11:27 مدريد کې احتجاجونه 12:04 د هند فلم ستوري نانا پاټيکر مړينه 15:52 د ماشومانو چاغوالي په اړه د روغتیا نړیوال سازمان څرګندونې 16:38 روغتيا، اوونيزه خپرونه Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube:    / @bbcpashto   Like us on Facebook:   / bbcpashto   Follow us on Twitter:   / bbcpashto   Instagram:   / bbcpashto