د معلوماتو تاریخ(کمپیوټر ساینس په پښتو) .The History of computer science in Pashto
My Eman
0:00 / 0:00
د معلوماتو تاریخ(کمپیوټر ساینس په پښتو) .The History of computer science in Pashto
8 655 просмотров · 2 г. назад
My Eman
50,6 тыс. подписчиков
8 655 просмотров · 2 г. назад
لنډیز:
دا د کمپیوټر ساینس د تاریخ (The History of Computer Science) په نامه یوه ډاکمنټري ده چې د یوه عراقي فروفیسر جمال خلیلي له خوا په انګرېزي ژبه کې چمتو شوې ده او د ابراهیم وفا له خوا پښتو ژبي ته را ژباړل شوې ده. په دې مستند کې پر دې موضوع بحث شوی دی چې پنځه زره کاله وړاندي څه ډول انسانانو د خټو پر ډبرو د توکو د انځورونو په رسمولو سره یو بل ته معلومات لېږدول. وروسته د توکو انځورونه د یو کس له خوا د اواز په انځورونو بدل شول. بیا د ورېښمو د اوبدلو په صنعت کې پرمختګ د دې لامل شو چې داسي یو ماشین یا کڼی جوړ کړل شي چې د معلوماتو پر مټ پروګراميږي، پروګرام په دې معنا چې د هر ډول نقشې د پاره یو ماشین بس و او د نقشې د بدلون په صورت کې یې یوازي د پروګرام بدلولو ته اړتیا وه چې پروګرام یې د سوریو شوو کاغذونو په مټ شونی و. دا پروګرام دومره پرمختللی شو چې د دې ماشین په مټ د هر شي انځور اوبدل کېدلی شو. د دې ماشین څخه په کار اخیستلو خلکو هر ډول معلومات هم لېږدولای شول. او پر همدې بنیاد چې د کاغذنو د ټوټو په مټ معلومات را ټولول ممکن دي ټلیګراف هم جوړ شو. د ټلیګراف د جوړېدلو سره معلومات په برېښنایي ډول لېږدول پیل شول چې دا تر ټولو چټکه او هوسا لار وه. د معلوماتو د چټکتیا سره په نړۍ کې ډېر زیات بدلون راغلی. وروسته بیا (James Clerk Maxwell) دا نظریه وړاندي کړل چې فقط د معلوماتو په مټ موږ کولی شو چې په نړۍ کې هر ډول نظم را ولو. تر دې وروسته (Alan Turing) د معلوماتو څخه د استفادې په نیت و غوښتل چې بانکې حسابونه په داسي یوه ماشین تر سره کړي چې فکر کولو ته زیاته اړتیا نه لري نو هغه و چې داسي یوه ژبه یې اختراع کړل چې موږ کولی شو ماشین ورباندي پوه کړو او لارښوونې ورته وکړو. تر Turing وروسته یو بل کس د (Claude Shannon) په نامه د معلوماتو د اندازه کولو د پاره یوه لاره په کار واچول او د معلوماتو د تر ټولو کوچني واحد نوم یې Bit غوره کړ او په دې سره انسانان وتوانېدل چې معلومات په اصلي بڼه ثبت کړي، اندازه یې کړای شي او بیا یې وړاندي کړای شي، مثلاً موږ هره ورځ وایو چې دا انځور یو Mb دی، دا په دې معنا چې په دې انځور کې یو ملیونم بیټه معلومات پراته دي. د دې انځوریزو په کتلو سره موږ په دې پوهېږو چې معلومات د یوه شکل څخه بل شکل ته بدلېدلی شي او معلومات که څه هم یو غیر فیزیکي شی دی خو موږ یې کولی شو یوه بل شکل ته په بدلولو سره په یو فیزیکي توکي کې خوندي کړو او په دې سره موږ خورا ډېر پرمختګ کولی شو. پایله دا شوه چې کمپیوټر د معلوماتو د بدلولو-را بدلولو یو ډېر پرمختللی ماشین دی او په مټ یې هر ډول پرمختګ شونی دی.
د دې مستند د اصلي انځوریزي تړونی: • Doc of the Day: Tracing the Path of Comput...