د افغانستان ښوونیز نظام؛ ستونزې او د راتلونکې لیدلوری | Afghanistan’s Education System
Var ور
0:00 / 0:00
د افغانستان ښوونیز نظام؛ ستونزې او د راتلونکې لیدلوری | Afghanistan’s Education System
188 просмотров · 3 дня назад
Var ور
763 подписчика
188 просмотров · 3 дня назад
د افغانستان ښوونیز نظام له کومو ننګونو سره مخ دی؟ معیاري زده کړې څنګه تضمینېدای شي، او د هېواد د تعلیمي نظام راتلونکی باید پر کومو بنسټونو ولاړ وي؟
په دې ځانګړې مرکه کې، د پوهنې وزارت له پخواني مرستیال د خوست پخواني والي محمد صدیق پتمن سره د افغانستان د ښوونیز نظام پر اوسني وضعیت، د معیاري زده کړو پر اهمیت، د تعلیمي کیفیت پر ستونزو او د راتلونکي لپاره پر ممکنه حللارو هر اړخیز بحث شوی دی.
په دې مرکه کې به واورئ:
🔹 د افغانستان د ښوونیز نظام اساسي ستونزې
🔹 د معیاري او باکیفیته زده کړو اړتیاوې
🔹 د ښوونیز نظام د ښهوالي لپاره ممکنې لارې
🔹 د افغانستان د تعلیمي نظام راتلونکی او لیدلوری
ایا د افغانستان ښوونیز نظام د معیاري زده کړو لپاره اړین شرایط برابرولای شي؟ د دې پوښتنې د ځواب او د یوه متخصص د نظر اورېدو لپاره دا ځانګړې مرکه تر پایه وګورئ.
ستاسو نظر زموږ لپاره مهم دی. د افغانستان د ښوونیز نظام د ستونزو او د حللارو په اړه خپل نظرونه د تبصرو په برخه کې راسره شریک کړئ.
د نورو ځانګړو مرکو، تحلیلي راپورونو او مستندو پروګرامونو لپاره د ور ډیجیټل مېډیا یوټیوب چینل سبسکرایب کړئ او د خبرتیا زنګ فعال کړئ.
#Afghanistan #Education #AfghanistanEducation #محمدصدیقپتمن #ښوونیز_نظام #معیاري_زده_کړې #VarDigitalMedia #ور_ډیجیټل_مېډیا