د کډوالۍ په اړه د بريتانيا نوي پلان کې څه بدل شوي، او څومره سخت شوی؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
BBC Pashto
0:00 / 0:00
د کډوالۍ په اړه د بريتانيا نوي پلان کې څه بدل شوي، او څومره سخت شوی؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
13 406 просмотров · Трансляция закончилась 1 дн. назад
BBC Pashto
657 тыс. подписчиков
13 406 просмотров · Трансляция закончилась 1 дн. назад
د بريتانيا حکومت د کډوالو مېشتېدو اصلاحاتو وروستۍ بڼه خپره کړې، چې د اصلي پلان ځينې برخې يې په ځانګړي ډول د پالنځايونو کارکوونکو لپاره نرمې شوې، خو ټولټال تګلوری يې لا هم سخت بلل شوی دی. د دغه پلان له مخې بايد ډېر کډوال دايمي مېشتېدا لپاره لس کاله بريتانيا کې پاتې شي. د بريتانيا حکومت وايي مېشتېدا بايد د دې پر ځای چې له پنځو کلونو وروسته په اتومات ډول ورکړل شي، د هېواد پرمختيا کې د ونډې اخیستو، ټولنې کې د ورګډېدو او ښه چلن له مخې وي. دا پلان چې ناندره ييز بلل کېده، لومړی د تېر ۲۰۲۵ کال نومبر کې د بريتانيا کورنيو چارو وزيرې شبانې محمود له لوري وړاندې شوی و، چې د پالنځايونو ټيټو عايداتو کارکوونکو به يې له مخې دايمې مېشتېدا لپاره ۱۵ کاله وخت تېراوه. خو د پارلمان کارګر ګوند غړو، کاري ټولنو او وزيرانو له لوري له نيوکو وروسته شبانې محمود دا وړانديز وغورځاوه، او اوس به یې له سمون وروسته د پالنځايونو هغه کارکوونکي چې د ۲۰۲۵ کال له مې مخکې راغلي، د کال ۲۵ پونډه ګټي، له ۵ کالو وروسته د دايمې مېشتېدا غوښتنه کولی شي. د دغو نويو لارو چارو له مخې به د حکومت شمېرې ښيي له ۵۰۰ زرو ډېر کډوال اوس بريتانيا کې د دايمي مېشتېدا لپاره له ۵ کلونو ډېره موده تېروي. حکومت اوس دا پلان په ډاګه کړی، خو د مېشتېدا ځينې سمونونه يې تر ۲۰۲۷ کاله نه عملي کېږي. دا سمونونه لسيزو کې د بريتانيا مېشتېدو لارو چارو کې تر ټولو لوی بدلونونه بلل کېږي. د حکومت موخه د اوږدمهاله کډوالۍ کمول او دا چې دايمې استوګنه له کاري عايداتو، ګټورې ونډې او قانون او دودونو سره غمږۍ سره وتړي. نو دغه پلان پر کومو کسانو اغېز کوي، او څه ډول؟ دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:09 د سر خبر
0:27 د بريتانيا کډوالۍ پلان نوې بڼه
1:38 د بريتانيا کډوالۍ پلان څومره بدل شوی او سخت شوی؟
10:11 د نړۍ لروبر ټکناأوژۍ ونډو پرځېدا
12:04 د ونډو بازارونه ولې پرځېدلي؟
13:08 د چاپېريال بدلون او تر ټولو ګرم کال
13:43 د پېړيو زاړه قلف پرانیسته
16:42 د کرېکټ خبر
17:17 هنري شېبې، اوونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto