Перейти к содержимому

مزارشریف ښار باختر بازار کې اورلګېدنه رامنځته شوې! چې درانه تلفات یې اړولي.

Balkh police HQ بلخ امنیه قومانداني

0:00 / 0:00

مزارشریف ښار باختر بازار کې اورلګېدنه رامنځته شوې! چې درانه تلفات یې اړولي.

4 482 просмотра · 1 дн. назад
Balkh police HQ بلخ امنیه قومانداني
3,81 тыс. подписчиков
4 482 просмотра · 1 дн. назад
مزارشریف ښار کې اورلګېدنه رامنځته شوې! ــــــــــــــــــ نن شنبې ۱۹-۵-۱۴۴۸هــ ق تېره ورځ د بلخ ولایت مزارشریف ښار د روضې شریفې د شادیان دورازې سره نږدې د باختر بازار زیرزمیني کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې درانه مالي تلفات یې اړولي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخکې یاد بازار کې ۱۳۶ دوکانونه په مکمل ډول سوځیدلي چې د میلونه ډالرو په ارزښت زیان یې اړولی دی. چې دقیق ارقام به یې وروسته خپاره شي. د پېښې لامل د برق شارټي او مارکټ والو بې احتیاطي ښودل شوې همدا رنګه د مارکټ غیر معیاري جوړول چې د اطفایې او اورلګېدنې لپاره یې کوم منظم سیسټم او ترتیب نه درلود هم د دې سبب شوي چې اور پراخ شي او د لا زیاتو زیانونو لامل شي. د بلخ ولایت امنیه قومنداني د اطفایې مدیریت، ۲۰۹ قول اردو د اطفایې مدیریت او د هوایي میدان د اطفایې په مرسته اور مهار شوی او د لا زیاتو زیانونو مخه نیول شوې ده. د بلخ ولایت امنیه قومنداني د مطبوعاتو لو عامه اړیکو آمریت