Manzil Hajj Tak || Part 41 || د حج د ورځو شروع کېدو نه وړاندې د کولو کارونه || !۴۱ تم پړاو ⛺
Hajj Talks
0:00 / 0:00
Manzil Hajj Tak || Part 41 || د حج د ورځو شروع کېدو نه وړاندې د کولو کارونه || !۴۱ تم پړاو ⛺
100 просмотров · 6 дн. назад
Hajj Talks
8,72 тыс. подписчиков
100 просмотров · 6 дн. назад
*۴۱ تم پړاو ⛺*
*د حج د ورځو شروع کېدو نه وړاندې د کولو کارونه*
د حج د ورځو شروع کېدو نه وړاندې چونکې حرم ته د تلو ټرانسپورټ بندېږي، نو ټول نه لومړۍ مشوره دا ده چې آرام وکړئ او خپله توانائي او طاقت د حج لپاره وساتئ.
که احرام مينځل وي نو ومينځئ، او د بدن ضروري صفايي پوره کړئ.
په خوراک او څښاک کې اعتدال ساتئ (زیاتی پکې مه کوئ).
د اوبو استعمال زيات کړئ او د چای څښل کم کړئ.
په خپلو استوګنځایونو (کمرو/رهايش) کې حاجي صاحبان په شریکه د حج مکرر مذاکره (بحث او زده کړه) وکړئ.
د ضروري سامان بګ (بستنۍ) تيار کړئ. سامان لږ تر لږه ږدئ.
صرف ضروري څيزونه وساتئ او د بګ وزن سپک وساتئ.
د منیٰ ځای، موقعیت او نقشې په ښه شان فهم کړئ. ستاسو په بلډنګ کې لويه نقشه لګول شوې وي. د خپل مکتب نقشه په موبایل کې محفوظ کړئ. که ممکنه وي نو منیٰ ته د تلو نه وړاندې خپل مکتب ګوري راشئ، لوکېشن ساتئ او لارې فهم کړئ چې د حج په ورځو کې درته آساني وي.
د حج د ورځو د سامان لېسټ به ځانته شېر کېږي. خپل موبایل، چارجر، پاور بينک، دوايانې، د احرام اضافي جامې، ساده جامې، اضافي چپلی (چپلۍ)، د نظر چشمې او ټول پېژندګلو (آئي ډي) کارډونه خامخا ځان سره وساتئ.
قرباني ستاسو په پېکج کې شامله ده، خو ځینې اضافي روپۍ ځان سره خامخا وساتئ چې که کوم حاجي په خپله قرباني کول غواړي يا د شخصي ټرانسپورټ ضرورت پېښ شي نو کار درشي.
د سختې ګرمۍ په موسم کې د لوېدو (هيټ سټروک) نه د بچ کېدو سامان لکه O.R.S، وړه چترۍ، د اوبو سپری بوتل، د لاس پکی او داسې نور خامخا ځان سره وساتئ.
منیٰ ته د تلو نه وړاندې د ويل چير (معذورانو ګاډۍ) معاينه خامخا وکړئ، د هغې نټ بولټ او ټايرونه خصوصي چیک کړئ او د ټيک کولو وسایل (ټول کټ) ځان سره وساتئ، ځکه چې په منیٰ، مزدلفه او عرفات کې د ويل چير جوړول يا نوی اخستل ډېر ګران وي.
د حج په ورځو کې مزل ډېر کول وي نو ځکه د پښو خيال وساتئ. په پښو کې د آبلې (تپلو) يا د بدن په کومه برخه د سوزش/انفکشن په بڼه کې منیٰ ته د تلو نه وړاندې د آبلې کریم يا وېزلين مسلسل لګوئ چې د روانېدو نه وړاندې په پوره توګه فټ شئ، ځکه چې د احرام په حالت کې د خوشبو والا کريم لګول منع دي.
(لیکوال: مفتی سید مسعود شاہ صاحب)
(خپرونکی: حج ټاکس Hajj Talks)