🎓✨د کندهار د څانګي ۱۴۰۵ ه ش کال د فراغت غونډه.🎓✨
Shams London Academy Official
0:00 / 0:00
🎓✨د کندهار د څانګي ۱۴۰۵ ه ش کال د فراغت غونډه.🎓✨
278 просмотров · 4 недели назад
Shams London Academy Official
784 подписчика
278 просмотров · 4 недели назад
شمس لندن اکاډمي د کندهار څانګه د یوې لوي او پرتمني غونډي کوربه وو، چي په یاده غونډه کي د شمس لندن اکاډمي د کندهار له څانګي څخه ۱۶ تنه زده کوونکي چي په دیني او عصري علومو سمبال وه، فارغ کړل.
یاده غونډه په مبارک کانټینینټل صالون کي جوړه سوې وه، د قاري خلیل احمد په ښکلي قرائت سره پیل ورپسې حدیث شریف، د معارف ترانه، ترنم او علمي او ادبي مقالې وړاندي سوې. وروسته شمس لندن اکاډمي د خصوصي ښوونځیو عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي محمد اسیم ابراهیمي وینا لرل، چي په لومړي سر کي یې تازه فارغ سوو زده کوونکو او د هغو کورنیو ته مبارکي وویل او ورپسې یې د راغلو میلمنو، د معارف استازو، مدیر صاحب، اداري کارکوونکو، قدرمنو ښوونکو او ګلالیو زده کوونګو څخه مننه وکړه، وروسته یې فارغو زده کوونکو ته د لوړو زده کړو سپارښتنه وکړه او همدارنګه د علم او پوهي پر ارزښت یې خبري وکړې.
په یاده غونډه کي د همدې لېسې ځوان مدیر ښاغلی نجیب الله عبیدي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د تازه فارغ سوو زده کوونکو د مبارکی ترڅنګ یې د خپل کاري ګروپ څخه مننه وکړه.
د والدینو په استازیتوب ښاغلي سید محمد حسین قاضی زاده وینا وکړه او د شمس لندن اکاډمی له مدیر، اداري کارکوونکو، ښوونکو او د زده کړي له چاپیریال څخه یې خوښي وښوده.
د فارغو زده کوونکو په استازیتوب ښاغلي زاهدالله حبیبي ګډونوالو ته خپله وینا واورول او ژمنه یې وکړه چي نور به هم لوړو زده کړو ته ادامه ورکوي.
د غونډي په جریان کي ممتازو زده کوونکو او همدارنګه اول، دوهم او دریم مقام کټونکو زده کوونکو ته ډالۍ او ایوارډونه ورکړل سول او نور هم د ګډونوالو له لوري تشویق سول او همدارنګه فارغو زده کوونکو ته ځانګړي تصدیق نامې هم د مرکزي دفتر د استازي له خوا ورکړل سوې.
یاده غونډه د مولوي صاحب سمیع الحق د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېدل .
په درنښت
د شمس لندن اکاډمی کندهار څانګي اداره
شمس لندن اکاډمي د علم او ادب کور 🖋️🖋️📚📚📒😍✨✨🌙🌙⚡⚡🌹🌹🤲🤲