Перейти к содержимому

مشرانو جرګه : طالبانو د دهراوود پخواني امنيه قوماندان مړی له قبره ایستلی او سر یې ترې پرې کړی

Pajhwok Afghan News

0:00 / 0:00

مشرانو جرګه : طالبانو د دهراوود پخواني امنيه قوماندان مړی له قبره ایستلی او سر یې ترې پرې کړی

5 942 просмотра · 5 лет назад
Pajhwok Afghan News
247 тыс. подписчиков
5 942 просмотра · 5 лет назад
د مشرانو جرګې غړي وايي چې وسله والو طالبانو د اروزګان دهراوود ولسوالۍ د پخواني امنيه قوماندان جسد له قبره را ايستلى او سر يې ترې پرې کړى، خو طالبان دغه ادعا ردوي. د اروزګان د دهراود ولسوالۍ د مخکني امنیه قومندان ورور، جان محمد کريمي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو يې د ورور جسد له خاورو را ايستلى او بيا يې سر ورڅخه پرې کړی دی. د دهراوود ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان شاه محمد شاوخوا څلور مياشتې مخکې په يوه چاودنه کې وژل شوى و. په مشرانو جرګې د اروزګان ولايت استازي امان الله عظيمي هم نن (د مرغومي اوومه)د دې جرګې په ناسته کې وويل چې د طالبانو اړوند کسانو د دهراوود د پخواني وژل شوي امنيه قوماندان جسد له څلورو مياشتو وروسته له قبره را ايستلى او سر يې ترې پرې کړى دى. هغه د طالبانو دغه کړنه د شريعت خلاف وبلله او غوښتنه يې وکړه، چاچې دغه کار کړى بايد مجازات شي. عظيمي وايي:«له دې معلومېږي چې قوماندان شاه محمد شهيد دى؛ ځکه چې له څلورنيمو مياشتو وروستو يې هم جسد نه و خراب شوى.» د نوموړي په وينا، په هېڅ دين او قانون کې دغه ډول کار جواز نه لري او د وسله والو مخالفينو دا کړنه ددې څرګندونه کوي چې هغوى هېڅ ارزښت ته درناوى نه لري. د مشرانو جرګې دويم مرستيال محمد اکبر ستانکزي هم ددغه کار د غندنې ترڅنګ وويل چې دا غير شرعي کړنه ده او په هېڅ مذهب کې جواز نه لري. share support subscribe !! subscribe:    / pajhwokafghannews   Follow us on the links below:   / pajhwoknews   www.instagram.com/pajhwok   / pajhwok   www.pajhwok.com  video@pajhwok.com mobaile : 0093770464141