Перейти к содержимому

اوس په دې ځم که په دې- غنی خان

Ariana Music 2026

0:00 / 0:00

اوس په دې ځم که په دې- غنی خان

232 просмотра · 1 месяц назад
Ariana Music 2026
178 подписчиков
232 просмотра · 1 месяц назад
غني خان بابا وایي یو سړک د ګلستان بل لاره د زندان منځ کې زه ولاړ حیران اوس په دې ځم که په دې یو خوا عیش عشرت سیلونه بل خوا کندې کندې غرونه دې خوا ساز اخو ویرونه اوس په دې ځم که په دې دلته ښکلي مسکې شونډې هلته غم فریاد د کونډې دا ځای خوب هغه ځای منډې اوس په دې ځم که په دې یو دی ډنډ پټ په شین رنګ بل دی سیند وهي غورځنګ دې خوا قبر اخو جنګ اوس په دې ځم که په دې یو خوا سپین مخ د لور بل خوا خاندي سره اور اخو تاج دې خوا سر تور اوس په دې ځم که په دې دې خوا ښکې د زړګي وینې اخو سر شراب د نینې دلته غونډې هلته وینې اوس په دې ځم که په دې اوس په دې ځم که په دې نامق بدری