Перейти к содержимому

په پاکستان کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ سفیر عبدالسلام ضعیف سره د زړه خواله

BBC Pashto

0:00 / 0:00

په پاکستان کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ سفیر عبدالسلام ضعیف سره د زړه خواله

115 572 просмотра · 6 месяцев назад
BBC Pashto
645 тыс. подписчиков
115 572 просмотра · 6 месяцев назад
د «زړه خواله» د دې اوونۍ په خپرونه کې په اسلام‌اباد کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ سفیر، عبدالسلام ضعیف، له بي بي سي سره په یوه ځانګړې او مفصله مرکه کې هغه کیسه بیانوي چې د ګوانتنامو په زندان کې پرې تېره شوې ده.ضعیف د بند د کلونو کیسه یوازې د زندان د دېوالونو تر منځ نه را ایساروي، بلکې هغه فضا انځوروي چې په کې بندیان د دوامدارې څارنې، اوږدو پلټنو او رواني فشارونو تر سیوري لاندې ساتل کېدل. د هغه په وینا، بګرام هوايي ډګر، د خلیج کښتۍ او ګوانتنامو یوازې نومونه نه وو، بلکې هر یو یې د بېلابېلو تجربو او ازموینو بېلابېل پړاوونه لرل.په مقابل کې، د امریکا دفاع وزارت او نورو رسمي امریکايي سرچینو تل ټینګار کړی چې په ګوانتنامو کې سیستماتیکه شکنجه نه ده کارول شوې او بندیان د جګړې د قوانینو له مخې ساتل کېدل. د دوی په وینا ځینې دوسیې د امنیتي او استخباراتي حساسیتونو له امله عادي فدرالي محکمو ته نه وړاندې کېدې او ځانګړي حقوقي چوکاټ ته اړتیا وه.عبدالسلام ضعیف، چې اوس رسمي دولتي دنده نه لري، لا هم په افغانستان کې د سیاسي او فکري بحثونو یوه اغېزمنه څېره بلل کېږي. په دې مرکه کې د افغانستان د نجونو د زده کړو په اړه هم ورسره خبرې شوې دي.د خپرونې جوړوونکې او وړاندې کوونکې نجیبه لېمه ده 00:00 پیل 08:00 له پاکستان سره اړیکې 16:00 د زندان کیسه #BBCPashto Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube:    / @bbcpashto   Like us on Facebook:   / bbcpashto   Follow us on Twitter:   / bbcpashto   Instagram:   / bbcpashto