ورو ږده - مولانا شاه مقصود ګرم
Golden Frame Production
0:00 / 0:00
ورو ږده - مولانا شاه مقصود ګرم
115 просмотров · 6 дней назад
Golden Frame Production
234 подписчика
115 просмотров · 6 дней назад
ورو ږده
شاعر: مولانا شاه مقصود ګرم
دکلماتور: ممنون مقصودی
لږ په ورو ږده دا د ناز قدم دې ورو ږده
په ژړا پَل د پلـــــــرونو په ســــرو ږده
چې پرته در ته سپېـره ده، خاوره نه ده
اول سر، بیا نو قدم په ښو بشـــرو ږده
یو ځل وکوه سَـــجده په توره خـــاوره
بیا نو هله پاس پې پل په سل نخرو ږده
یو ځل اوښکو باندې دا مځکه لمده کړه
ترېنه وروسته، تور کجل په سترګو سرو ږده
دواړه لاس دې د ځیګر په وینو سره کړه
بیا حِنا لکـــــه طوطي د ســـر درو ږده
خرامان په کوم کمال په مځکه درومې؟
غاړه پټ کـــــړه، بیا نو پل په ادیرو ږده
«ګرمه» ورشه د اشــنا ښکلي تُربت ته
سلام وکړه، بیا یې لاس په کــــټارو ږده
#شعر #دکلمه #هنر #ممنون_مقصودی #مولانا_شاه_مقصود_ګرم
#poem #art #poetry #mamnoon_maqsoodi