افغانستان کې د پولیو نوې پېښې، ولې دا ناروغي يوازې دې سيمې کې نه ختمېږي؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
BBC Pashto
0:00 / 0:00
افغانستان کې د پولیو نوې پېښې، ولې دا ناروغي يوازې دې سيمې کې نه ختمېږي؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
6 417 просмотров · Трансляция закончилась 1 день назад
BBC Pashto
644 тыс. подписчиков
6 417 просмотров · Трансляция закончилась 1 день назад
د روغتيا نړيوال سازمان ويلي افغانستان کې د پوليو يا ماشومانو ګوزڼ څلور پېښې ثبت شوې دي. دغه سازمان خپل نوي راپور کې ويلي دوې پېښې د هرات شينډنډ او ادرسکن ولسواليو کې وې، داسې حال کې چې دوې نورې يوه د پکتيکا ډيلې، او بله د کندهار ارغستان کې ثبت شوې دي. په دې ډول د سږنی زېږيز کال له پيل راهيسې، دغه هېواد کې پر دې ناورغۍ د اخته کېدو پېښې چې پخلی يې شوی، ۱۹ ته رسېدلې دي. تر دې مهاله د پوليو ويروس پېښې يوازې افغانستان او پاکستان کې ثبت شوې دي. روغتيا کارپوهان ټوله کې پر دې سره سلا دي، که افغانستان هره ولسوالۍ کې په پراخه کچه واکسين عملي کړي، واکسين ته د ټولو ماشومانو پرله پسې لاسرسی برابر کړي، پاکستان سره د کرښې اوږدو کې همکاري پياوړې کړي، پرله پسې چاپېريالي څار وکړي او پر پوليو د اخته کېدو پر وړاندې چټک غبرګون وښيي او د ناسمو معلوماتو پر وړاندې خلکو سره ښکېل شي او باور پياوړی کړي، نو پوليو ويروس په کې له منځه وړل کېدی شي. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:22 د پوليو نوې پېښې، ولې افغانستتان لا هم نه ختمېږي؟
3:30 خلک د پوليو واکسين په اړه څه وايي؟
4:24 پاکستان کې د پوليو پېښې
7:41 افغانستان کې زلزله
8:17 د امريکا کانګرېس ته د بريالۍ شوې په خټه افغان سياستوالی خبرې
10:20 د ايران او امريکا ترمنځ د اقتصادي بندیزونو ګوتڅنډنې
12:27 ولې ښځينه پيلوټانې کمې دي؟
16:00 اقتصاد، اوونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto