Перейти к содержимому

rahman baba ghazal 17 | د رحمن بابا اوولسمه غزل

Pashto Research Academy

0:00 / 0:00

rahman baba ghazal 17 | د رحمن بابا اوولسمه غزل

307 просмотров · 2 г. назад
Pashto Research Academy
35,4 тыс. подписчиков
307 просмотров · 2 г. назад
#rahmanbabapoetry #rahmanbabaghazal #ghazal watch more:- biography of akhund derveza/د اخوند درویزه ژوندلیک    • Biography of Akhund Darveza | د اخوند دروې...   definition of criticism/تنقید څه ته وایي    • Definition of criticism | تنقید څه ته وايي...   رحمن بابا غزل (۱۷) چي په سترګو کي یې خار وي څه به خوب کا چي په زړه یې غم د یار وي څه به خوب کا خوب له یاره سره هم د عاشق نه شي چي یې یار په بل دیار وي څه به خوب کا په دنیا کي خوب هغه کا چي نادان وي چي ژوي چي هوښیار وي څه به خوب کا کوم طالب مطلوب موندلی دی په خوب کي هغه څوک چي طلب ګار وي څه به خوب کا دیدار نه دی چا په پټو سترګو کړی چي مطلب د چا دیدار وي څه به خوب کا بله لار د مرګ تر لاري ګرانه نشته چي په خوا یې هسي لار وي څه به خوب کا هر نګاه د دلبرانو ذوالفقار دی هر چي غوڅ په ذوالفقار وي څه به خوب کا د لړم چیچلی خوب کولی نه شي چي خوړلی تور ښامار وي څه به خوب کا زه رحمن د یار بنده او خدمت ګار یم چي بنده او خدمت ګار وي څه به خوب کا