د خاطر افریدي ښکلې ۲ انتخاب غزلونه. khatir Afridi واخلمه تا او که دنيا واخلم.
NJ writes
0:00 / 0:00
د خاطر افریدي ښکلې ۲ انتخاب غزلونه. khatir Afridi واخلمه تا او که دنيا واخلم.
10 882 просмотра · 4 месяца назад
NJ writes
154 подписчика
10 882 просмотра · 4 месяца назад
د خاطر افریدي ښکلې ۲ انتخاب غزلونه. khatir Afridi.
واخلمه تا او که دنیا واخلم
په خندا څه رنګه ژړا واخلم
لږې دې پورنه کړه، د مخ نه زلفې
*لږه سودا چې په رڼا واخلم
ته چې په سترګو کې مسکې، شوې ګلې
زه دې د دې مینې بلا واخلم
تاته چې ګورم په دوو زړونو کې شم
یو قدم مخکې بل په شا واخلم
مرګ او بیلتون راته جوړه را غلې
خاطره دا واخلم که دا واخلم
۲
ووایه شم تانه قربان، څه وکړم
نور د دې د پاسه په ځان، څه وکړم
تۀ خو به کمڅې د زلفو جوړې کړې
زه بۀ دې شلېدلی ګرېوان، څه وکړم
تۀ خو چا ته نۀ ورځې ، خو زۀ راغلم
نن يم ستا پۀ در کې مهمان، څه وکړم
زه به نور څه نۀ کړم ،بس دے سوال کړم
نور خو زما نشته دے توان، څه وکړم
ستا پۀ طمع ځان له پاتې شوی يم
ټول خو رانۀ لاړل ياران څه وکړم
چا به د غم ډک ژوندون اخستے وه
بس خو چې پيدا شوم انسان څه وکړم
اوس خو زۀ خاطِر پۀ څه پوهېږدم نه
تا چی کڑمه داسې هېړان ،شُه وکړم