Pak Orders for Deporting Afghan students | پاکستان له افغان طب محصلینو سره څه لوبه روانه کړې؟
Saeed Shinwari
0:00 / 0:00
Pak Orders for Deporting Afghan students | پاکستان له افغان طب محصلینو سره څه لوبه روانه کړې؟
4 340 просмотров · 21 час назад
Saeed Shinwari
63,3 тыс. подписчиков
4 340 просмотров · 21 час назад
څو ورځې کېږي چې د پاکستان طبي شورا د دغه هیواد لویو پوهنتونو کې په بورسیه او شخصي مصارفو باندې بوختو محصلینو ته امر کړی چې ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه شئ.
د پاکستان خارجه وزارت ظاهرا په دې پریکړه منکر دی، خو د دغه هیواد د لاهور محکمې او د بشري حقونو بنسټونو توندې نیوکې کړې دي چې څنګه داسې غیر بشري اقدام اخیستل کېدای شي چې د محصلینو د فراغت لپاره دوه میاشتې پاتې وي او د پنځو کلونو خوارۍ یې په سیند لاهو کوئ خو افغانستان ته یې شړئ؟؟
افغان محصلین وايي، پاکستاني ادارو یې د تحصیلي ویزو تمدید غوښتنلیکونه موده وشول چې رد کړي دي او نورې ویزې یې هم نه ورکولې خو اوس یې له لیلیو او پوهنتونو اخراج کړي دي، یا یې ځینې نیول شوي هم دي.
دوی اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ته هم ورغلي خو هغوی خپله بې وسي ورته ښکاره کړې او ویلي یې دي چې هیڅ نه شو کولی، البته د لاهور محکمې د افغان محصلینو د شړلو دوسیه رد و لغوه کړې او دا یې ناسم کار بللی.
په همدې اړه مو د قضیې د لا زیاتې روښانتیا لپاره یو شمېر افغان طبي محصلین رابللي چې بحث ورسره ولرو، دوی یا افغانستان ته راستانه شوي او یا یې ځینې هلته د محصلینو استازیتوب کوي او حق غوښتنې هڅه کوي.
زموږ میلمانه دي؛
عنایت الله مومند په خیبر میډیکل کالج د افغان محصلینو استازی او فعال
عمران الله ساپی چې تازه هېواد ته راستون شوی
.........................
#pashto #afghanistan #pakistan #interview #trump #islamabad #taliban #kabul #podcast #viral #video #new #news #hottalk #iran #trump #2026 #geopolitics #afghanistanpakistan #samisadat #saeedshinwari
#افغانستان #افغانستان_پاکستان #پاکستان #سیاست_افغانستان #محقق #ملایعقوب #طالبان #کابل #بحث #پښتو_مرکه #سعیدشینواری #سپینې_خبرې #امارت
Transcript