Перейти к содержимому

Manzil Hajj Tak | Part 40 | دَ حج واجبات | ۴۰ واں پڑاؤ ⛺ | حج 2027 -- منزلِ حج تک 🕋 💫 | Hajj 2027

Hajj Talks

0:00 / 0:00

Manzil Hajj Tak | Part 40 | دَ حج واجبات | ۴۰ واں پڑاؤ ⛺ | حج 2027 -- منزلِ حج تک 🕋 💫 | Hajj 2027

169 просмотров · 7 дн. назад
Hajj Talks
8,72 тыс. подписчиков
169 просмотров · 7 дн. назад
💫 *حج 2027 -- منزلِ حج تک 🕋* 💫 ۔≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡ *۴۰ واں پڑاؤ ⛺* *دَ حج واجبات:* دَ حج شپږ واجبات دي: *۱-- وقوفِ مزدلفہ:* وقوف مطلب ايساريدل/ٹھہرېدل۔۔ وقوفِ مزدلفہ مطلب په مزدلفہ کښې په مقرره وخت کښې لږه موده ايساريدل۔ `اوقات:` دَ ۱۰ ذوالحجه دَ سحر تر سپېدو نه دَ لمر ختلو پورې *۲-- رمی جمار:* رمی جمار مطلب شيطان ته ګټې/کاڼي ويشتل دي۔ `اوقات:` (لس ذوالحجه) دَ ۱۰ ذوالحجه دَ سحر تر سپېدو نه دَ ۱۱ ذوالحجه دَ سحر تر سپېدو پورې (يوولس او دولس ذوالحجه) دَ زوال نه دَ بلې ورځې دَ سحر تر سپېدو پورې (ديارلس ذوالحجه) دَ ۱۳ ذوالحجه دَ زوال نه دَ لمر ډوبېدو پورې *۳-- دَ حج قرباني (دمِ شکر):* قارن او متمتع لره دَ حج قرباني کول واجب دي۔ `اوقات:` دَ حدودِ حرم دننه دَ قربانۍ په ورځو کښې (د ۱۰ ذوالحجه سحر نه تر ۱۲ ذوالحجه دَ مغرب پورې) *۴-- حلق / قصر کول:* حلق يعنې سر خريل -- قصر يعنې بالونه کمول/کټول `اوقات:` دَ حدودِ حرم دننه دَ قربانۍ په ورځو کښې (د ۱۰ ذوالحجه سحر نه تر ۱۲ ذوالحجه دَ مغرب پورې) *۵-- صفا او مروه کښې سعی کول:* سعی مطلب منډې وهل/تلل دي۔ دَ صفا او مروه تر منځ اووه چکرونه لګول۔ `اوقات:` دَ طوافِ زيارت نه پس او وطن ته له واپسۍ نه مخکښې *۶-- طوافِ وداع:* آفاقي يعنې کوم کسان چې دَ ميقات نه بهر اوسېږي هغوئ لره طوافِ وداع کول واجب دي۔ `اوقات:` دَ طوافِ زيارت نه پس او وطن ته له واپسۍ نه مخکښې پورې ⨳ په ځينو کتابونو کښې دَ حج واجبات تر ۳۵ پورې شمار شوي دي۔ هغه په حقيقت کښې براهِ راست دَ حج واجبات نه دي بلکه دَ حج دَ افعالو واجبات دي، يعنې دَ احرام، طواف، او سعی وغيره جلا جلا واجبات دي۔ ⨳ دَ ۱۰ ذوالحجه په رمی (کاڼو ويشتلو)، دمِ شکر (قربانۍ) او حلق/قصر کښې ترتيب (په ترتيب سره کول) واجب دی۔ ⨳ دَ واجباتو حکم دا دی چې که له دې نه کوم واجب پاتې شي نو حج به وشي، خو جزا به پرې لازمه شي خواه دم (قرباني) وي يا صدقه وغيره۔ البته که کوم عمل دَ څه معتبر عذر له امله پاتې شو نو جزا به لازم نهېږي۔ (✍ : مفتی سید مسعود شاہ صاحب) *ناشر: حج ٹاکس Hajj Talks*