Перейти к содержимому

Manzil Hajj Tak || Part 39 | مړۍ (پړاو) ⛺ | د حج فرائض | حج ۲۰۲۷ -- منزلِ حج تک 🕋

Hajj Talks

0:00 / 0:00

Manzil Hajj Tak || Part 39 | مړۍ (پړاو) ⛺ | د حج فرائض | حج ۲۰۲۷ -- منزلِ حج تک 🕋

111 просмотров · 8 дн. назад
Hajj Talks
8,72 тыс. подписчиков
111 просмотров · 8 дн. назад
💫 *حج ۲۰۲۷ -- منزلِ حج تک 🕋*💫 ۔≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡ ۳۹ مړۍ (پړاو) ⛺ د حج فرائض: د حج درې فرائض دي: ۱-- احرام: احرام د دوو کارونو مجموعې ته ویل کیږي: په زړه کې د حج نیت کول او تلبیه (لبیک) ویل. `وختونه:` د احرام لازمي ځای د حرم حدود دي او وخت یې د وقوفِ عرفه نه وړاندې دی. ۲-- وقوفِ عرفات: د وقوف مطلب د پاتې کیدو یا اودریدلو دی، یعنی په ټاکلو وختونو کې چې هر وخت وي په عرفات کې پاتې کیدل، که څه هم د یوې شیبې (لحظې) لپاره وي. `وختونه:` د ذوالحجې د ۹مې نېټې له زوال (د غرمې/ظهر د وخت شروع کېدو) نه نیولې د ذوالحجې د ۱۰مې نېټې تر صبح صادق (سهار وختي) پورې. ۳-- طوافِ زیارت: د بیت الله شاوخوا ۷ طوافونه (چکرې) وهلو ته طوافِ زیارت وايي. `وختونه:` د ایامِ نحر په ورځو کې (د ذوالحجې د ۱۰مې له صبح صادق نه د ۱۲مې ذوالحجې تر ماښام/مغرب پورې). ⨳ په دې درې واړو فرائضو کې که یو هم پاتې شي نو حج نه کیږي، او د دې کسر/جبیره په قربانۍ یا دم ورکولو هم نه کیږي. ⨳ دا درې واړه فرائض په ترتیب سره او هر یو فرض په خپل ټاکلي ځای او وخت کې ادا کول واجب دي. ⨳ د حج یو شرط او دوه رکنونه دي. احرام د حج په شرایطو کې دی، کله چې وقوفِ عرفات او طوافِ زیارت د حج رکنونه دي. په دې دواړو کې زیات مهم او قوی (مضبوط) رکن وقوفِ عرفات دی. (✍: مفتی سید مسعود شاہ صاحب) خپرونکی: حج ٹاکس Hajj Talks