Manzil Hajj Tak || Part - 1 || ړومبی پړاو || حج ۲۰۲۷ -- د حج تر منزل پورې
Hajj Talks
0:00 / 0:00
Manzil Hajj Tak || Part - 1 || ړومبی پړاو || حج ۲۰۲۷ -- د حج تر منزل پورې
202 просмотра · 13 дней назад
Hajj Talks
8,38 тыс. подписчиков
202 просмотра · 13 дней назад
💫 حج ۲۰۲۷ -- د حج تر منزل پورې 🕋💫
۔≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡
ړومبی پړاو
د حج لپاره ذهنې او روحاني تياري
الحمد لله و كفى والصلوة و السلام على من لا نبي بعده اما بعد
محترمو حاجيانو!!
د حج سفر چې ډېر د بخت او سعادت سفر دی، ځکه چې د حديث مبارک د حکم مطابق د حج مبرور (قبول شوي حج) جزا په غېرو د جنت نه بل څه نه ده. خو دلته د فكر خبره دا ده چې زمونږ حج به حج مبرور څنګه جوړېږي؟ نو د دې ځواب بلکل روښانه دی چې د دې لپاره مونږ ته تياري کول پکار دي. دا خبره بلکل سمه ده چې د حج د ادا کولو لپاره سامان او ظاهرې تياري پکار ده، خو اصل برياليتوب هغه وخت دی چې حاجي خپل زړه په عاجزۍ، صبر او شكر باندې ډک کړي او لاړ شي. دا مبارک سفر حاجي د برداشت، ایثار، مينې، قربانۍ او د الله د رضا خوا ته د بېولو ټولو نه اسانه لاره ده.
د حج ذهنې تياري د دې سفر د روحانيت بنياد دی. دلته ځينې خبرې په لنډو ذکر کوم چې په دې تياري کې درسره مرسته کولی شي:
۱-- ټولو نه اول د نيت پاکوالی او اخلاص ډېر ضرورې دی. حج صرف د الله د رضا لپاره وي، نه د ښودلو یا رسم په توګه. هر ډول سوچونو نه ذهن پاکول او دا پرېکړه کول چې په دې حج کې خپل خالق او مالک راضي کول دي.
۲-- د صبر او برداشت عادت جوړول، ځکه چې د حج په وخت حالات او ازمښتونه راتلی شي. رش، ګرمي، ستړیا او د مختلفو مزاجونو خلک. په روزمره ژوند کې د صبر عادت پیل کړئ او د اسانتیاوو نه تېر شئ او ساده ګي خپله کړئ، دا سې چې په حج کې درته برداشت اسان وي. لکه د اے سي نه بغیر وخت تېرول، کله نا کله په پبلک ټرانسپورټ کې سفر کول او داسې نور.
۳-- د حج د سفر د روحاني تياري لپاره پينځه وخته لمونځ په جماعت سره د ادا کولو کوشش، د غسل، اوداسه او لمونځ مسايل زده کول، د نفلي عباداتو لکه اشراق، چاشت، تهجد، تحية المسجد او تحية الوضو اهتمام، د قرآن مجيد په تجويد سره تلاوت، ترجمه او تفسير، د مسنون اذکارو پابندي او ډېر زیات درود شریف ويل خپل عادت جوړ کړئ.
۴-- د حج مناسک او ارکان زده کول د ذهنې تياري مهم پړاو دی، چې مونږ د حج د سفر ټول طريقي د معتبرو عالمانو نه زده کړو او دا عزم ولرو چې د مونږ نه بېخي هيڅ سنت، واجب او فرض پاتې نه شي.