له وکیله تر عام انسانه؛ AI څنګه د قانوني کارونو بڼه بدلوي؟
Wish-Fikar
0:00 / 0:00
له وکیله تر عام انسانه؛ AI څنګه د قانوني کارونو بڼه بدلوي؟
498 просмотров · 7 дней назад
Wish-Fikar
1,75 тыс. подписчиков
498 просмотров · 7 дней назад
د مصنوعي ځیرکتیا (AI) اغېز یوازې تر ټيکنالوجۍ او کاروبار محدود نه دی؛ د قانون او حقوقي خدمتونو نړۍ هم په چټکۍ بدلېږي.
د «ویښ فکر» د AI Series په دې خپرونه کې د مصنوعي ځيرکتیا له پوه حنیف الرحمن سره خبرې کوو چې:
وکیلان څنګه کولی شي له AI څخه د حقوقي څېړنې، اسنادو، قراردادونو او نورو مسلکي کارونو لپاره ګټه واخلي؟
AI څنګه کولی شي د وکیلانو وخت خوندي او ځینې حقوقي کارونه چټک کړي؟
عام خلک څنګه کولی شي د خپلو قانوني ستونزو په اړه لومړني معلومات، اسناد او پوښتنې د AI په مرسته تنظیم کړي؟
ایا AI کولی شي د ځینو حقوقي خدماتو لګښت راکم کړي؟
د AI په کارولو کې کوم قانوني، محرمیتي او امنیتي خطرونه باید په پام کې ونیول شي؟
او تر ټولو مهمه پوښتنه: AI به د وکیلانو د کار بڼه څومره بدله کړي؟
په دې خپرونه کې هڅه کوو له مبالغې پرته وڅېړو چې AI په عملي ډول د حقوقي مسلک او عامو خلکو لپاره څه کولی شي او څه نه شي کولی.
یادونه: د AI له لارې ترلاسه شوي معلومات د مسلکي قانوني مشورې متبادل نه دي. د مهمو قانوني او حقوقي فیصلو لپاره له مسلکي وکیل سره مشوره ضروري ده.
دا د ویښ فکر AI Series یوه بله برخه ده.
په راتلونکې برخه کې:
سیاسي ګوندونه او فعالان څنګه کولی شي له AI څخه د خپلو سیاسي او مدني مرامونو لپاره ګټه واخلي؟
چینل سبسکرایب کړئ او د ویښ فکر له شننو، مرکو او ځانګړو بحثونو سره ملګري شئ.
#ویښ_فکر #AI #مصنوعي_ځیرکتیا #قانون #وکیلان #حقوق #حقوقي_مشوره #ټکنالوژي #AIاوحقوق