ولې AI د انسانانو د ختمېدو وېره پیدا کړې؟ د مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکي جدي بحث
Wish-Fikar
0:00 / 0:00
ولې AI د انسانانو د ختمېدو وېره پیدا کړې؟ د مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکي جدي بحث
298 просмотров · 1 день назад
Wish-Fikar
1,75 тыс. подписчиков
298 просмотров · 1 день назад
د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي. د AI د ممکنه خطرونو په اړه د Jacob Coxon خبرداری او وروسته د Anthropic د یوه پخواني څېړونکي هغه اټکل چې د ده په فکر د راتلونکې لسیزې په اوږدو کې د AI له امله د انسانانو د ختمېدو اندېښنه له ۱۰ فیصده څخه زیاته ده، له دې وروسته په امریکا کې د AI د راتلونکي او خوندیتوب په اړه بحثونه لا تود شوي دي.
ایا د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ رفتار باید ورو شي؟ ایا انسانان به وکولای شي د راتلونکي ځواکمن AI کنټرول وساتي؟ او تر ټولو مهمه پوښتنه: ایا AI رښتیا هم د انساني نسل د ختمېدو سبب کېدای شي؟
د «ویښ فکر» د مصنوعي ځیرکتیا د لړۍ په دې خپرونه کې د AI له پوه حنیف خان سره د مصنوعي ځیرکتیا د ممکنه خطرونو، د AI د چټک پرمختګ، انساني کنټرول او د انسانیت د راتلونکي په اړه ژورې او مهمې خبرې شوې دي.
تاسې څه فکر کوئ؟ ایا د AI خطرونه باید جدي ونیول شي، که د دې وېرې په اړه مبالغه کېږي؟ خپل نظر په کمنټ کې راسره شریک کړئ. د ویښ فکر یوټیوب چینل سبسکرایب کړئ.
#ویښ_فکر #مصنوعي_ځیرکتیا #AI #ArtificialIntelligence #AISafety #AIrisks #Anthropic #JacobCoxon #FutureOfAI #Humanity #ټکنالوژي #حنیف_خان