Перейти к содержимому

کلیستنیکس: کم‌لګښته لوبه چې په افغانستان کې یې پلویان ورځ تر بلې ډېرېږي

BBC Pashto

0:00 / 0:00

کلیستنیکس: کم‌لګښته لوبه چې په افغانستان کې یې پلویان ورځ تر بلې ډېرېږي

1 744 просмотра · 1 дн. назад
BBC Pashto
656 тыс. подписчиков
1 744 просмотра · 1 дн. назад
کلیستنیکس د کوڅو یا میداني ورشونو یو ډول دی چې وروستیو کلونو کې د ډېرو افغان ځوانانو پام ور اوښتی. دا لوبه پېچلو وسایلو او ګران بیه امکاناتو ته اړتیا نه لري. سلمان سلطاني په ۲۰۲۲ کال کې د "کلیستنیکس نړیوال فدراسیون" له لورې په افغانستان کې د دې لوبې د مخکښانو او لومړني لوبغاړي په توګه وپېژندل شو. ده په ۲۰۲۳ کال کې د دغه فدراسیون رسمي غړیتوب هم ترلاسه کړ. عبدالمطلب نوري چې د دغه فدراسیون غړی دی، په ۲۰۲۶ کال کې د کلیستنیکس په برخه کې د افغانستان د لومړني لوبغاړي په توګه له انلاین للارې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ. په دې لوبه کې لوبغاړي د خپل بدن د وزن په کارولو سره خپل ځواک، بدني وړتیا، تعادل او او د حرکاتو وړتیا پیاوړې کوي او لوبغاړي کولی شي په ازاد چاپېریال، پارکونو او ان په کورنو کې دا لوبه وکړي. د بي بي سي خبریالې عالیه رجايي له سلمان سلطاني سره په مرکه کې په افغانستان کې د کلیستنیکس د وضعیت، پر وړاندې یې د خنډونو او د دې لوبې د ودې په فرصتونو خبرې کړې دي. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s... Youtube:    / @bbcpashto   Like us on Facebook:   / bbcpashto   Follow us on Twitter:   / bbcpashto   Instagram:   / bbcpashto