Manzil Hajj Tak || Part - 38 || په مکه مکرمه کې د اوسېدو په وخت کې | ۳۸م پړاو ⛺ | حج ۲۰۲۷ -- د حج
Hajj Talks
0:00 / 0:00
Manzil Hajj Tak || Part - 38 || په مکه مکرمه کې د اوسېدو په وخت کې | ۳۸م پړاو ⛺ | حج ۲۰۲۷ -- د حج
223 просмотра · 9 дн. назад
Hajj Talks
8,72 тыс. подписчиков
223 просмотра · 9 дн. назад
💫 *حج ۲۰۲۷ -- د حج تر سفره 🕋* 💫
۔≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡≡
*۳۸م پړاو ⛺*
*په مکه مکرمه کې د اوسېدو په وخت کې:*
⨳ د عمرې پوره کولو نه پس، د ميقات له لحاظه اوس تاسو د مکې مکرمې اوسېدونکي گڼل کېږئ. نو ځکه د نورو عمرو کولو لپاره د حدودِ حرم نه بهر له هرې ځاي نه د عمرې نيت کولای شئ، تلبیه (لَبَّيْكَ اَللَّهُمَّ لَبَّيْكَ...) ووايئ او بېرته حرم ته په راغلو عمره کولای شئ. مشهورې غاړې: مسجدِ عائشه، مسجدِ جعرانه، عرفات، شميسيه او داسې نور.
⨳ که تاسو د حدودِ حرم نه بهر (حل ته) لاړ شئ، نو بېرته راختلو کې احرام اغوستل او د عمرې نيت کول ستاسو خپله خوښه ده (لازمي نه دي).
⨳ که د هر څه د وجې تاسو د حدودِ حرم نه بهر او د ميقات نه هم بهر لاړ شئ، نو بېرته راتلو په وخت کې به درته د ميقات نه د احرام اغوستل، د عمرې نيت کول او تلبیه ويل غاړې ته لوېږي او په احرام کې بېرته راتلل او عمره کول به درته لازِمي وي. که دا کار ونه کړئ، نو بېرته به ميقات ته ځئ، د عمرې نيت به کوئ او عمره به کوئ.
⨳ د عمرې پوره کولو نه پس په مکه مکرمه کې د پاتې کېدو په وخت کې د فضول وخت ضائع کولو نه ځان وساتئ. زيات نه زيات وخت په مسجد الحرام کې تېروئ او کثرت سره طوافونه کوئ.
⨳ په مکه مکرمه کې د اوسېدو په وخت کې کوشش وکړئ چې د الله تعالی له هر ډول نافرمانۍ نه ځان وساتئ. دا خبره ډېره مهمه ده؛ هلته ډېر خلک په کومه نافرمانۍ کې اخته کېږي هغه *بدنظري* ده، ځکه چې هلته د سړو په شان ښځې هم طواف کوي او د هغوی مخونه واز (کُلاو) وي. نو خصوصاً د طواف په وخت کې د خپلو سترګو د ساتلو پوره اهتمام کوئ. دا داسې سخته ګناه ده چې انسان د الله د تعلق نه محروموي. موږ هلته د الله جل جلاله قرب او رضامندي اخستلو لپاره ځو، بلکې په خپلو دعاوو کې دا هم شامله کړئ چې: "يا الله! ما له هرې ګناه او خصوصاً له بدنظرۍ نه په خپلو پناه کې وساته."
⨳ زيارتونو ته تلل د حج د بنيادي/لازمي برخو نه نه دي. اصل مقصد په مسجد الحرام کې پاتې کېدل دي. د حج نه وړاندې جبلِ نور او جبلِ ثور ته له ختلو نه پرهېز وکړئ.
⨳ د سعودي حکومت له خوا د بې تصريح (بې پرمټ/اجازت نامې) حج د بندولو لپاره ځای په ځای چېک پوسټونه لګېدلي وي، نو ځکه خپل پیژندګلوي کاغذی او نښې (آئي ډي/شناختي کارډ) هر وخت له ځان سره ساتئ او د حج نه وړاندې د ميقات نه بهر مه ځئ.
⨳ د کائنات تر ټولو افضل او مقدسه اوبه *"آبِ زم زم"* په مړه ګېډه او کثرت سره پښئ. که هلته لاړ شئ او هم پیپسي او کوک وپښئ، نو واقعي د دې نعمت قدر مو ونه کړو. دا اوبه په پرېمانه او خالص شکل کې يوازې په مکه مکرمه کې څښل کېدای شي. انسان چې په کوم نيت آبِ زم زم څښي، الله تعالی د هغې نيت او مراد پوره کوي. هلته به درته بار بار د زم زم څښلو موقع ملېږي، کله کله په دې نيت هم وڅښئ چې: "يا الله! په دې مقدسه ځمکه کې ما د خپلې نافرمانۍ نه وساته!"
---
(✍: مفتی سید مسعود شاہ صاحب)
*خپرونکی: حج ٹاکس Hajj Talks*